بازتاب نیوز

حنیف اتمر: د طالبانو شپږ سوه بندیان جدي ستونزې لري

٢٦ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» وایي، هغه شپږ سوه طالب بندیان چې د حکومت له لوري یې له خلاصولو انکار شوی؛ جدي ستونزې لري.اتمر دغه څرګندونې نن سهار په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل، چې دطالبانو ۴۴۰۰ شاوخوا بندیان د حکومت له لوري خلاص شوي، په دې برخه کې ستر پرمختګ رامنځته شوی، او هيڅ داسې پلمه شتون نلري، چې له مخې يې د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډول شي.نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو ۶۰۰ بندیان جدي ستونزې لري او حکومت پر طالبانو غږ کړی، چې د یاد شمېر بندیانو بدیل لست وروسپاري؛ ځکه دده په خبره «د طالبانو او امریکا تر منځ په پنځه زره نفرو باندې توافق شوي، په پنځه زره نومونو توافق نه دی شوی.»د اتمر له قوله، په تېرو لسو ورځو کې يې دوې مهمې غونډې درلودې، چې د سیمې او نړۍ ۳۶ هیوادونو او څلورو معتبرو سازمانونو پکې ګډون درلود او ټولو د «افغانستان اسلامي جمهوریت له دریځه ملاتړ کړی او د سولې په برخه کې یې د افغانستان د دولت هڅې ستایلې.»نوموړي ادعا وکړه، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع تشکیل شوې او هر هغه څوک چې د سولې په وړاندې خنډ جوړوي او «يا په جنګ ټینګار کوي» د نړیوالو له خشم او قهر سره به مخ شي.د بین الافغاني مذاکراتو د پیل د نېټې په اړه اتمر وویل، چې د حکومت له لوري بېلابېل تاریخونه طالبانو ته وړاندیز شوي؛ خو هغوی رد کړي او  لومړی یې د خپلو پنځه زره بندیانو په خلاصون ټینګار کړی.اتمر ددې تر څنګ خوښي وښوده، چې د سیمې او نړۍ دوولس هیوادونو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د کوربتوب لپاره چمتووالی ښودلی، چې دوه اروپایي هیوادونه هم پکې شامل دی.د نوموړي په خبره، د بین الافغاني مذاکراتو  کوربتوب «سمبولیک» نه دی؛ بلکې سیاسي او اقتصادي تعهدات له ځانه سره لري، چې باید دا فرصت ضایع نکړل شي.حکومت داسې مهال د شپږ سوه بندیانو په برخه کې تازه ملاحظات راپورته کوي، چې د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» بیا د ټولو طالب بندیانو په خلاصون ټینګار لري او ژمنه کوي، چې د بندیانو د تبادلې پروسه به له ستونزو سره، سره بشپړېږي او بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره هوارېږي.طالبان هم وایي، که ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه ورسره وغږېږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169092/حنیف-اتمر-د-طالبانو-شپږ-سوه-بندیان-جدي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading