بازتاب نیوز

د عباس عراقي په مشرۍ ایراني پلاوي له حنیف اتمر سره وکتل

٢٦ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، ایرانی پلاوی هغه پرېکړې وروستۍ کوي چې تهران ته د افغان پلاوي د سفر پرمهال ترسره شوې وې. ټاکل شوې چې ایرانی پلاوی به د اقتصاد، ټرانزیټ او دفاعي کمېټو په ګډه غونډه کې هم برخه واخلي. د سرچینې په وینا، دواړ لوري به د افغان کارګرانو د استخدام د تنظیم هوکړې د وروستي کېدو او د سرحدي همکاریو ډېرېدو په هدف د سرحدي کمېسارانو د تړون په اړه پرېکړه وکړي. وزارت همدارنګه څرګندوي چې افغان او ایرانی پلاوی به په ایران کې له افغان کډوالو او کار کوونکو سره د دغه هېواد د سرتیرو د ناوړه چلند په تړاو هم بحثونه وکړي. The post د عباس عراقي په مشرۍ ایراني پلاوي له حنیف اتمر سره وکتل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/16/د-عباس-عراقي-په-مشرۍ-ایراني-پلاوي-له-حنی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading