بازتاب نیوز

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۲۱ تازه پېښې ثبت شوي دي

٥ زمری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کرونا ویروس د ۷۴۱ شکمنو سمپلونو له جملې څخه، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې تر ازموینې لاندې نیول شوي، ۱۲۱ یې مثبت پېژندل شوي دي.
د ۱۲۱ تازه پېښو په ثبتېدو سره، تر دې مهاله، د دغه ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر، ۳۶۱۵۷ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر اکمل سمسور، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۸ تنه له کرونا ناروغۍ څخه روغ شوي، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره، له یادې ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۲۵۱۸۰ تنو ته رسېدلی دی.
همداراز د سمسور په خبره، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۲ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي، چې په دې سره له دغې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۱۲۵۹ تنو ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، په هرات، کندهار، خوست، غور، زابل او بلخ ولایتونو کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو د فیصدۍ زیاتېدو ته په اشارې سره، د یادو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، څو دعامې روغتیا وزارت د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو سره، د کرونا ویروس د پراختیا مخه ډب کړي.
هغه ټینګار وکړ، که چېرې خلک روغتیایي سپارښتنې، په ځانګړې توګه د لوی اختر ورځو کې عملي نه کړي، د کوچني اختر په شان د کرونا ویروس پېښو د زیاتېدو احتمال شتون لري.
په همدې حال کې سمسور، یو ځل بیا له خلکو غوښتنه وکړه، چې د نېکمرغه لوی اختر په رانېږدې کېدو، له حیواناتو سره له تماس څخه د امکان تر بریده ډډه وکړي او د قربانۍ په وخت کې له دستکشونو څخه ګته واخلي، څو د کانګو پر خطرناکه ناروغۍ، چې له حیواناتو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي، اخته نه شي.
د سمسور په خبره، هر کال له لوی اختره وروسته، پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو په کچه کې زیاتوالی رامنځته کېږي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3252-2020-07-26-08-37-59

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading