بازتاب نیوز

په کابل کې د امنیتي میثاق د تطبیق د دوام په ترڅ کې ۱۲۷ تنه د بانډګروپونو غړي او انفرادي مجرمین نیول شوي دي

٦ زمری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د وروستیو درې اوونیو پر مهال، په کابل کې د امنیتي میثاق برنامې د تطبیق پایله کې د کابل ښار په ورودي دروازو او بېلابېلو نقطو کې پر الکترونیکي معلوماتو سمبال، ۶ ګرځنده ټېمونه توظیف شوي دي.
دغه راز د کابل- چهار آسیاب پر لویه لاره د اجراآتو پایله کې ۱۶ تنه، چې ۵ یې د ټولګټو وزارت مامورین او ۱۱ نور یې غیر مسوول وسله وال وو او د ټولګټو وزارت د مامورینو په ملتیا یې اخاذۍ اخیستې؛ نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه خبري کنفراس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ، د پولیسو د مخفي ګزمو او د جرایمو پر تثبیت شویو اهدافو باندې د اقداماتو پایله کې ۱۲۷ تنه، چې د ۱۱ بانډګروپونو غړي او دغه راز ۵۹ تنه نور د قتل، وسله والو غلاوو، چپاولګرۍ او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي. د یادو کسانو له ډلې څخه ۲۰ تنه یې د خلکو د معلوماتو پر بنسټ، تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي. همدارنګه ۴۳۲ ولګردان، چې د خلکو د ازار او ځورونې لامل کېدل، د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه، راټول شوي دي.
د آرین په خبره، تر دې مهاله د کابل ښار او د هغه د ولسوالیو په کچه، له خلکو سره نېږدې ۷۰ امنیتي میثاقونه لاسلیک شوي، چې له امله یې په یادو سیمو کې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
هغه وویل، د وروستیو درې اوونیو پر مهال په کابل کې د ۳۰ عملیاتو په پایله کې د نشه یي توکو ۹۰ قاچاق وړونکي، چې ۱۸ یې غټ، ۳۰ یې متوسط او ۴۲ نور یې واړه قاچاق وړونکي وو، نیول شوي او عدلي او قضایي بنسټونه ته ورپېژندل شوي دي. په همدې حال کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲۵۶ روږي راټول شوي او دغه راز د نشه یي توکو د پېر او پلور ۲۴ محلونه هم تړل شوي دي.
پر جرمي شبکو د تمرکز له امله، چې د امنیتي منسوبینو لخوا رهبري کېږي، ۲۶ تنه، چې د دروازو د کنډکونو قوماندانان او د هغوی ۶ ملګري پکې شامل دي، په اخاذیو او فساد کې د لاس لرلو، یو سرتېری د اختطاف، درې جنایي کارکوونکي د ناوړه چلند او قتل، د جرایمو یو کارکونکی د نشه یي توکو د قاچاق او ۱۴ پولیس له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او اداري فساد په تور، نیول شوي دي.
د ملي امنیت د ۳۱ ځانګړو او ګډو عملیاتو په پایله کې ۹۳ تنه، چې ۴۲ طالبان، ۱۲ داعشیان، د حقاني شبکې یو غړی او د دولتي کارکوونکو د ترور ۳ تورن پکې شامل دي، نیول شوي او له هغوی څخه، ۸۹ وسلې، ۲۱ لاسي بمونه او نظامي تجهیزات تر لاسه شوي دي.
په وروستیو درې اوونیو کې د ۸ پر وخت اقداماتو د ترسره کېدو پایله کې دوه ځانمرګي واسکټونه، ۵۰ کړۍ ماینونه، ۸ میله وسلې تر لاسه شوي او د ۳ قاضیانو او ۸ څارنوالانو له اختطاف او ترور څخه مخنیوی شوی او ۱۴ هغه هدفونه چې د دښمن تر کار لاندې وو، پېژندل شوي او پر دغو اهدافو باندې له احتمالي بریدونو څخه مخنیوي شوی دی.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د وروستیو درې اوونیو پر مهال د ترسره شوې ارزونې له مخې، په ټولیز ډول د هېواد په کچه ۵۳۲ جنایي پېښې رامنځته شوي چې له دې جملې څخه ۳۵۱ پېښې کشف او په تړاو یې ۶۰۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
همدارنګه په وروستیو درې اوونیو کې په ټولیز ډول ۱۸۹ اوپراتیفي عملیات تر سره شوي، چې په پایله کې یې ۲۰ بانډ ګروپونه ځپل شوي او ۱۱۸ قاتلین، ۱۳ لاروهونکي، ۵۱ د موټرو غله، ۴۷ د مالونو غله، ۱۳ وسله وال غله، ۷ تښتوونکي، ۶۶ د ناقونه وسلو وړونکي، ۲ د مالونو قاچاق وړونکي او ۲۸۳ د نورو جرمونو شکمن کسان نیول شوي دي.
د داخلي امنیت ریاست چې پولیس کنترولوي، د چنګاښ میاشت کې د هېواد په کچه، د فساد، جنایي جرمونو او له دښمن سره د اړیکو په قضیو کې د لاس لرلو په تور، ۱۲۸ د پولیسو منسوبین او ۱۴ ملکي وګړي، نیولي او دوسیې یې نظامي څارنوالۍ ته لېږلي دي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3253-2020-07-27-10-36-44

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading