بازتاب نیوز

هېوادوال دې، د لوی اختر په ورځو کې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي

٨ زمری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د عامې روغتیا وزارت سرپرست، له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د لوی اختر په ورځو کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره؛ روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي.
ډاکټر احمد جواد عثماني، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مرستیال او کابل والي سره، په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: نړۍ او افغانستان اوس هم د کرونا ویروس د بحران په دوره کې ځای لري او اړینه ده، چې خلک د دوه متره واټن په ساتلو، ماسک کارولو، په مکرر ډول د لاسونو په مینځلو، له غېږ او لاس ورکولو څخه په ډډه کولو سره؛ خپل ځان په کرونا ویروس له اخته کېدو څخه وساتي او د دغه ویروس له خپرېدو څخه هم مخنیوی وکړي. 
همداراز هغه له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د لوی اختر په ورځو کې د حیواناتو ذبحه کولو پر مهال دستکشونه و کاروي؛ څو د کانګو پر وژونکې ناروغۍ اخته نه شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، امین الدین مظفري، په دې کنفرانس کې د هېواد په کچه د جوماتونو له امامانو او خطیبانو څخه غوښتنه وکړه، چې د لوی اختر لمونځ په ازاده فضا کې ادا کړي.
دغه راز مظفري له لمونځ کوونکو څخه هم وغوښتل، چې د لوی اختر د لمانځه ادا کولو پر مهال؛ پر کرونا ویروس له اخته کېدو د وقایې او همدارنګه د یاد ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره؛ د عامې روغتیا وزارت روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.
د کابل والي، محمد یعقوب حیدري په دې کنفرانس کې وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه؛ په ځانګړې توګه د لوی اختر ورځو کې اړین تدابیر نیول شوي، څارنیز او د عامه پوهاوي ورکولو ټېمونه، پر دندو بوخت دي. 
نوموړي وویل، چې د کرونا ویروس له پراخې خپرېدا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښار د ګڼې‌ګوڼې سیمو، ناحیو او جوماتونو کې د میکروب ضد دوا شیندلو بهیر دوام لري.
حیدري له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د حیوان حلالولو پر مهال روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي او د سړکونو او کوڅو پر غاړه د قرباني شوي حیوان د اضافي موادو له کېښودلو څخه ډډه وکړي، څو د نورو ناروغیو له خپرېدو مخنیوی وشي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3254-2020-07-29-11-02-10

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading