بازتاب نیوز

د افغانستان، امریکا او ازبکستان د کاري ډلې پلاوی، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا برخه کې هوکړې ته رسېدلی دی کابل، افغانستان: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د لوی اختر ورځو کې د طالبانو د درې ورځني اوربند له اعلان څخه، هرکلی کوي. ګران هېواد، چ

٨ زمری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

د افغانستان، امریکا او ازبکستان د کاري ډلې پلاوی، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا برخه کې هوکړې ته رسېدلی دی
کابل، افغانستان: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د لوی اختر ورځو کې د طالبانو د درې ورځني اوربند له اعلان څخه، هرکلی کوي

.
ګران هېواد، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو، د طالبانو د درې ورځنې اوربند له اعلان څخه د بهرنیو چارو وزارت د هرکلي اعلانولو ترڅنګ زیاته کړه؛ د افغانستان خلک د دایمي اوربند غوښتونکي دي.
دغه راز هغه د افغانستان، چین، نیپال او پاکستان، وروستۍ څلور اړخیزې ناستې ته په اشارې سره وویل: د بهرنیو چارو څلور واړه وزیرانو، په دې ناسته کې له کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې پر هر اړخیزه همکاریو بحث او خبرې وکړې. 
په څلور اړخیزه ناسته کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر استازي د اقتصادي، کرنې پراختیا، سوداګرۍ، صادراتو او خوراکي توکو پروسس د همکاریو برخه کې د خپل هېواد د مرستو چمتوالی په ډاګه کړ. 
هېواد وویل: د افغانستان، امریکا د متحده ایالاتو او ازبکستان ترمنځ، د درې اړخیزه کاري ډلې لومړنۍ ناسته، په تېره اوونۍ کې جوړه شوه او په دې ناسته کې د درې واړه هېوادونو استازیو د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، پانګه اچونې، د اوسپنې پټلۍ جوړولو، روغتیایي او کرنېزو همکاریو د پراختیا برخه کې خبرې وکړې او د یادو همکاریو پر پراختیا یې هوکړه وکړه. 
د بهرنیو چارو وزارت، د ترکیې د وان ښار په اوبو کې د کډوالو لېږدونکې بېړۍ د ډوبېدو پېښه کې د ډوبو شویو افغانانو د موندنې په اړه وویل: تر دې مهاله، ۶۱ جسدونه له اوبو رایستل شوي، چې ۳۴ یې افغانان وو.
هغه وویل، په انقره کې د افغانستان سفارت، د پېښې له ورځې تر دې مهاله، افغانستان ته د جسدونو د لېږدولو په هڅه کې دی او تر اوسه یې ۱۷ جسدونه هېواد ته انتقال کړي دي.
هېواد زیاته کړه، پنځه جسدونه، د کورنیو د غوښتنې له مخې د ترکیې په وان ښار کې دفن شوي، ۶ جسدونه چې په موقتي توګه وان ښار کې خاورو ته سپارل شوي وو؛ د کورنیو په غوښتنه بېرته رایستل شوي او ۶ نور جسدونه، چې په سړخونو کې ساتل کېدل؛ تر سبا پورې کابل ته رالېږدول کېږي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3255-2020-07-29-12-13-22

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading