بازتاب نیوز

په امریکا کې له کرونا ویروسه د مړینې شمېر له ۱۵۰۰۰۰ واوښت

١٠ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

په امریکا کې له کورونا څخه د مړینې شمېر له ۱۵۰۰۰۰ څخه ډېر شو او یوازې د چارشنبې پر ورځ په هره دقیقه کې یو تن مړشوی دی. امریکا د چارشنبې پر ورځ د کورونا له کبله د مړینې ۱۴۶۱ پېښې ثبت کړي، چې د می له ۲۷ راپدیخوا ترټولو ډېر شمېر دی. په دې هېواد کې د مړو شمېر مخ په ډېریدو دی؛ خکه په تېرو ۱۱ ورځو کې په لسګونه زره خلک مړه شوي دي. په اریزونا، کالیفورنیا ، فلوریدا او تګزاس کې روغتونونه د کرونا ویروس له ناروغانو ډک شوي او د خوریدو د مخنیوي لپاره یې په دې ایالتونو کې پر محدودیتونو او بندیزونو غور پیل کړی دی. تګزاس په امریګا کې له یوې میاشتې څخه تر لولو ډېرې د مړینې ۴۳۰۰ پېښې لرلې، ورپسې فلوریدا ۲۹۰۰ او کالیفورنیا هم د مړینې ۲۷۰۰ پېښې ثبت کړې دي. د رویترز د څرګندونو له مخې؛ په نیویارک او نیوجرسي جې اوس هم د مړینې  ترټولو لوړه کچه لري. امریکا په ۲۰ کرونا ځپلیو هېوادونو کې تر ټولو زیانمنه شوې. د تازه احصائیو له مخې، په دې هېواد کې له هرو سل زره کسانو څخه ۴۵ یې مړه شوي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-امریکا-کې-له-کرونا-ویروسه-د-مړینې-شمې/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading