بازتاب نیوز

په لوګر کې موتر بم چاودنې ۳۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

١٠ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د موتر بم چاودنې له کبله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن پنجشنبه ماښام ۷:۴۰ د لوګر ولایت مرکز د علم پل د ښاروالۍ په څلورلارې کې له چاودیدونکیو توکو ډک یو موټر چاودنه کړې ده. له دې مخکې د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي آریانا نیوز ته ویلي وه، چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د هغه په ​​وینا ، چاودنه هغه مهال په ګڼه ګوڼه کې رامنځته وشوه، چې خلکو د اختر لپاره پېر و پلور کاوه. تر دې دمه کومې ډلې یا کس د برید پړه نه ده منلې. طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي. دا په داسې حال کې ده، جې طالبانو د لوی اختر درې ورځنۍ اوربند اعلان کړی او خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه کړې، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې هیڅ ډول عملیات ترسره نکړي. د افغانستان حکومت هم د طالبانو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونه به د وسلوالو پر ضد عملیات نه تر سره کوي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-لوګر-کې-موتر-بم-چاودنې-۳۸-کسانو-ته-مر/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading