بازتاب نیوز

په لوګر کې د موټربم برید په پایله کې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

١٠ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

له دغه وزارت څخه خپره شوې اعلامیه وایي، یاد موټر بم برید پرون ماښام اووه بجې او ۴۰ دقیقې د لوګر ولایت د مرکز پول علم اړوند ښاروالۍ چوک په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوستې ته نېږدې ترسره شو. اعلامیه زیاتوي، په دې پېښه کې د درېیو ملکي وګړو او شپږو امنیتي سرتیرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول. که څه هم امنیتي مسولین دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو طالبان په دې چاودنه کې خپل لاس درلودل رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې ترسره شوی موټربم برید پر دوی پوړې اړه نه لري. تر اوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. The post په لوګر کې د موټربم برید په پایله کې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/31/په-لوګر-کې-د-موټربم-برید-په-پایله-کې-۴۹-ت/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading