بازتاب نیوز

افغان حکومت د اختر تر څلورمې ۵۰۰ نور طالب بندیان ازادوي

١٠ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

ده زیاته کړه، د طالبانو په ورکړل شوي لېست کې داسې بندیان شامل دي چې د هېواد جمهور رییس یې پخپل سر د خوشي کېدو صلاحیت نه لري. د ده په وینا، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه به لویه جرګه کوي او هغه له ملي شورا وغوښتل چې خپل غړي له رخصتۍ څخه ژر تر ژره د لویې جرګې جوړېدو ته راوغواړي. تر اوسه افغان حکومت د طالبانو د ورکړل شوي لېست اړوند ۴۶۰۰ طالب بندیان ازاد کړي دي. په ورته وخت کې طالبان وایي، د دوحې د تړون پر اساس یې د ۱۰۰۰ تنو دولتي بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړ کړ. د یادولو وړ ده چې سهیل شاهین د تېرې پنجشنبې په ورځ پر خپل ټوېټرپاڼه ولیکل، که حکومت تر اختر پورې د دوی پاتې بندیان ازاد کړي، دا ډله تر اختر وروسته د مخامخ خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده. The post افغان حکومت د اختر تر څلورمې ۵۰۰ نور طالب بندیان ازادوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/31/افغان-حکومت-د-اختر-تر-څلورمې-۵۰۰-نور-طال/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading