بازتاب نیوز

اشرف غني: د څلور سوه طالب زندانیانو په اړه به مشورتي لویه جرګه پرېکړه کوي

١٠ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې طالبانو د ښه نیت له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او پر حکومت یې هم د ورته ګام غږ کړی؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د بندیانو د تبادلې په پروسه کې تازه محدودیتونه راپورته کړي او د څلور سوه بندیانو خلاصون یې د لویې جرګې په پرېکړو پورې مشروط کړی.اشرف غني نن په ارګ کې د اختر په مناسبت خپله وینا کې ویلی، چې د طالبانو په لست کې څلور سوه تنه داسې بندیان شامل دي، چې دده له قوله، د خلاصولو صلاحیت یې نه لري او په دې اړه باید له ملت اجازه وغواړي.نوموړي زیاته کړې «زه باید ملت سره مشوره وکړم او د دغه ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه مشورتي لویه جرګه رابولم، ترڅو د ولس استازي مشوره راکړي او بیا د هغوی د مشورې په اساس موږ فیصله وکړو. لویه جرګه به په ډېره کمه موده کې لخیره سره ترسره شي.»غني که څه هم د څلور سوه طالب بندیانو خلاصون د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو پورې مشروط کړی؛ خو په ورته مهال یې له لست ها خوا د پنځه سوه طالب بندیانو د خلاصون اراده ښکاره کړې.د غني له لوري د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه خنډ داسې مها دی، چې طالبانو له امریکا سره د کړی توافق په اساس د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړه او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدو په موخه یې پر حکومت هم د ورته ګام اخستلو غږ کړی.د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې پروسه چې په دوحه کې د شوي توافق له مخې باید په لسو ورځو کې تکمیل شوې وای، د حکومت له لوري د وضع کېدونکو شرایطو له امله د نږدې پنځو میاشتو په تېرېدو سره لا نیمکړې پاته ده.د چارو شنونکي د بندیانو د تبادلې پروسه کې وضع کېدونکي محدودیتونه د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅې ګڼي او باور لري، چې غني غواړي د خپل واک د دوام په خاطر د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169945/اشرف-غني-د-څلور-سوه-طالب-زندانیانو-په-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading