بازتاب نیوز

عبدالله عبدالله: اعلان شوی اوربند د باور جوړونې لپاره مهم ګام دی

١٠ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

له دې شورا څخه پرون ناوخته په خپاره شوي اختریز پیغام کې د عبدالله له قوله ویل شوي چې دا اقدام بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو او باور جوړونې ته زمینه برابروي او په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل کېږي. سرچینه زیاتوي چې د دې شورا د رهبرۍ تشکیلات وروستي شوي او په راتلونکو ورځو کې به د یادې شورا د کمېټې لومړۍ ناسته هم جوړه شي. په ورته وخت کې په یاد پیغام کې دا هم ویل شوي چې د مصالحې شورا به د سولې په لاره کې پراته خنډونه له منځه یوسي. ډاکتر عبدالله عبدالله په ورته وخت کې پر طالبانو غږ کړی چې د خبرو په جریان کې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي په هدف تلپاتې اوربند وکړي. د نوموړي په خبره، د بندیانو په خوشي کېدو سره نور د مخامخ خبرو لپاره بله پلمه نه لیدل کېږي. The post عبدالله عبدالله: اعلان شوی اوربند د باور جوړونې لپاره مهم ګام دی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/31/عبدالله-عبدالله-اعلان-شوی-اوربند-د-باو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading