بازتاب نیوز

د ارزګان والي: شوی اوربند دې وغځول شي

١٠ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ارزګان والي د لمانځه تر ادا کولو وروسته وويل، وسله وال طالبان د خپلو ۴۰۰ بنديانو د نه خوشې کېدو له امله زرګونه افغانان ووژل او لاهم دغه لړۍ روانه ده. هغه وویل، وسله وال طالبان دې نور له ورور وژنې څخه لاس واخلي او رامنځته شوی اوربند دې اوږد مهاله کړي. محمد شفيق اسدالله سعيد ديني عالمانو ته په اشاره وويل، د روانې جګړې په اړه يې خلکو ته حقايق نه دي ويلي. والي وايي، د وسله والو طالبانو روانه جګړه د ګاونډيو هېوادونو د ګټو د خوندي ساتلو په موخه روانه کړي ده او په هېڅ ډول جواز نه لرې. «جنګ يوازې وراني ده، وسله وال طالبان د خپلو ۴۰۰ يا ۶۰۰ سوه بنديانو په بدل کې زرګونه افغانان وژني. د وسله والو طالبانو دغه کار د ګاونډيو هېوادونو د خوشحالۍ لپاره دی.» د ارزګان مېشت ځوانان هم په ورته نظر دي او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي. د دغه ولايت دوه تنه اوسېدونکي عزت الله ګرنېوال او ادم خان جيلانې وايي، د جګړې ښکېل اړخونه دې نور له افغان وژنې لاس واخلي او د دايمي سولې لپاره دې زمینه برابره کړي. «په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ افغان ته د منلو نه ده موږ د جګړي له شکېلو اړخونو څخه غوښتنه کوه چې نور دي د ورور وژنې له لړۍ څخه لاس واخلئ او جګړه دي بس کړئ،طالبان دي هم د خپلو څو بنديانو په بدل کې هره ورځ تاوتريخوالۍ نه کوئ افغان حکومت چې ۴۵۰۰ طالب بنديان خوشي کړه دغه پاته څو بنديان دي هم په دي نېت خوشي کړئ چې په افغانستان کې سوله راځي.» دا په داسي حال کې ده چې په تېر کوچنې اختر کې هم د دغه ولايت والي محمد شفيق اسدالله سعيد له ديني عالمانوغوښتنه وکړه چې په هېواد کې دې د روانې جګړي په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وکړي، چې روانه جګړه د شخصې ګټو لپاره ده او جواز نه لرې. The post د ارزګان والي: شوی اوربند دې وغځول شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/31/د-ارزګان-والي-شوی-اوربند-دې-وغځول-شي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading