بازتاب نیوز

ملي  امنیت شورا: نن ۱۵۰ تنه طالب زندانیان خلاصېږي

١٠ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ملي امنیت شورا وایي، حکومت د بېلابېلو ولایتونو له  زندانونو څخه ۱۵۰ تنه طالب زندانیان خلاصوي.د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په دې اړه پر خپل ټويټر لیکلي  «د افغانستان اسلامي جمهوریت نن ورځ ۱۵۰ تنه طالب زندانیان د پروان او یو شمېر نورو ولایتونو له زندانونو څخه ازادوي، چې په دې سره به د خلاصو شویو زندانیانو شمېر ۴۷۵۰ ته ورسېږي او دا لړۍ به د ۵۱۰۰ بندیانو تر خلاصون پورې روانه وي.»The Government of the Islamic Republic of Afghanistan is releasing 150 convicted Taliban from Parwan and other prisons in the provinces today, bringing the total to 4,750. Releases will continue until the total reaches 5,100.— Javid Faisal (@Javidfaisal) July 31, 2020د ۱۵۰ طالب بندیانو د خلاصون خبر داسې مهال دی چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د ۴۰۰ بندیانو خلاصون د مشورتي لویې جرګې تر پرېکړو پورې ځنډولی.نوموړي نن سهار د اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل، چې دی د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په دې اړه به د مشورتي لویې جرګې له لارې له ملت سره مشوره کوي؛ خو د طالبانو له لست ور هاخوا به پنځه سوه بندیان خلاص کړي.تر دې دمه لا څرګنده نه ده، چې تازه خلاصېدونکي بندیان د طالبانو د لست برخه دي او که حکومت یې له لست پرته د ۵۰۰ بندیانو په ډله کې ازادوي.په ورته وخت کې طالبانو بیا د «ښه نیت» له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدلو په موخه یې په حکومت هم د ورته اقدام غږ کړی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169947/ملي-امنیت-شورا-نن-۱۵۰-تنه-طالب-زندانیا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading