بازتاب نیوز

پر کندهار د پاکستان راکېټي بریدونه؛ نږدې پنځلس کسان وژل شوي او ۸۰ ټپیان دي

١٠ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د پاکستاني ځواکونو په راکېټي بریدونو کې نږدې پنځلس ملکیان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي. د خبرپاڼې له مخې، یاد بریدونه د دغه ولایت پر سپین‌بولدک ولسوالي شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد بریدونه پرون د سپین‌بولدک ولسوالي پر هغو سیمو شوي چې عام وګړي په‌کې اوسېږي.

ملي دفاع وزارت د دې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې د پاکستاني نظامیانو په راکېټي بریدونو کې ۹ ملکیان وژل شوي او نږدې پنځوس نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمدیاسین ضیا د ۲۰۵ اتل قول‌اردو، ۲۰۱ سېلاب او ۲۰۳ تندر قول‌اردوګانو ته لارښوونه کړې چې د پاکستاني ځواکونو د راکېټي بریدونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري.

خبرپاڼې ټینګار کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پراته امنیتي او دفاعي ځواکونه به د لوی درستیز په لارښوونه په سپکو او درنو وسلو سمبال شي.

ملي دفاع وزارت ویلي چې ځانګړي ځواکونه هم په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او د پاکستاني ځواکونو د راکېټي بریدونو د دوام په صورت کې به ورته ځواب ورکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دوه اوونۍ وړاندې د کونړ د امنیتي او حکومتولۍ وضعیت د ارزولو لپاره یاد ولایت ته ولاړ او هلته یې د پاکستاني ځواکونو د راکېټي بریدونو له کبله د قربانیانو له کورنیو سره وکتل.

حمدالله محب له هغه وروسته یاد ولایت ته سفر وکړ چې پاکستاني ځواکونو د کونړ پر مرکز اسداباد او سرکاڼو او مرورې پر ولسوالیو راکېټي بریدونه وکړل چې له کبله یې ۸ ملکیان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د ملي امنیت شورا سلاکار د کونړ له محلي چارواکو او د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال وویل چې افغانستان به تر دې وروسته خپل دښمن او د هغه ملاتړو ډلو ته ځواب ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت هم پر کونړ د شویو راکېټي بریدونو په غبرګون کې له پاکستانه وغوښتل چې له ورته اقداماتو لاس واخلي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56319

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading