بازتاب نیوز

چمن: د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د شخړو په دوهمه ورځ لس تنه ټپیان شوي

١٠ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۹ل): د چمن-سپين بولدک د لارې د نه خلاصېدو له امله د رامنځته شوې شخړې په دوهمه ورځ هم د پاکستاني امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو تر منځ په اخ او ډب کې لس تنه ټپيان شوي.د بي بي سي د راپور له مخې، نن دوهمه ورځ د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو تر منځ تیږې او ډزې تبادله شوې، چې له امله یې لس تنه ټپيان شوي.د چمن په عمومي روغتون کې یوه روغتیاپال بي بي سي ته ویلي، چې روغتون ته یې لس تنه وروړي، چې له ډلې يې پنځه تنه په ډزو ویشتل شوي او څلور نور بیا په تیږو لګېدلي، چې پولیس هم پکې شامل دي.د نوموړي په خبره، په ډزو باندې لګېدلو پنځه تنو له ډلې د څلور تنو لومړنۍ درملنه شوې او د لا نورې درملنې په هدف د بلوچستان مرکز کويټې ته لېږل شوي.پولیس او لاریون کوونکي وروسته له هغه په شخړو واوښتل، چې تېره ورځ پاکستاني امنیتي ځواکونو د ژمنې خلاف د دروازې له خلاصولو ډډه وکړه او په غبرګون کې یې لاریون کوونکو او له لیري لیري سیمو راغلو مسافرو د قرنطین خیمو ته اور واچاوه او په عسکرو یې  د تیږو ګوزارونه وکړل.لاریون کوونکو ادعا کوله، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو ورباندې مخامخ ډزې کړې او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې.د تېرې ورځې په شخړه کې له لس تر پنځلسو پورې عامو وګړو د وژل کېدو او د لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي وو.په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو او ويډیوګانو کې لیدل کېږي، چې په وژل شویو او ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169949/چمن-د-لاریون-کوونکو-او-امنیتي-ځواکونو-ت/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading