بازتاب نیوز

د هیواد نامتو شاعر او لیکوال سلیمان لایق ومړ

١٠ زمری ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

د هیواد نامتو شاعر، ادیب او لیکوال سلیمان لایق د ۹۰ کلونو په عمر ومړ. ! انا لله و انا اليه راجعون د جنازې او د فاتحې د مراسمو خبرتيا به وروسته خپره شي.

سليمان لایق د پښتو او دري ژبو د تکړه شاعر، کیسه لیکوال، ناول لیکونکي او ادبي محقق په توګه د افغانستان د فرهنګ د بډاینې لپاره ډیر مهم کارونه کړي دي او په تیرو څو لسيزو کې یې د یو اجتماعي فعال او سیاستوال په حیث په افغاني ټولنه کې ډیر اغیزمنه ونډه لرلې ده.

ارواښاد لايق تير کال په کابل کې په يوه چاودنه کې ټپي شوى و او د مړينې علت يې هم د همدې چاودنې ټپونه بلل شوي دي.

د هغه زوى غرزي لايق په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي: "نن جمعه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ۲۰۲۰ عيسوي کال د جولای د مياشتې په يو دېرشمه نيټه زما پلار اکاډيميسن سليمان لايق د هغه لاعلاجه ټپونو په نتيجه کې چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر پر ۵مه نېټه ‌يې د کابل په شش‌درک کې د خوني او وطن‌دښمنه طالب په انتحاري چاودنه کې اخيستي وو، له دې نړی څخه سترگې پټې کړې او د شهادت جام‌يې په سر واړاوه."

ولسمشر غني د سليمان لايق پر مړينې خواشيني ښودلې او هغه مړینه يې د هیواد فرهنګ لپاره لویه ضایعه بللې ده.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/42727-2020-07-31-15-19-19

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading