بازتاب نیوز

په سپین بولدک دروازه کې له خونړیو نښتو ۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

١٠ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستانیو او افغان ځواکونو په نښته کې ۱۵ عام وګړي وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي. د پنجشنبې پر ماښام د افغان سرحدي او پاکستانيو ځواکونو تر منځ له هغې وروسته درنده جګړه وشوه، چې کله پاکستانيو ملېشه وو د سپین بولدک – چمن په ور کې پر  را اوښتونکیو مسافرو ډزې وکړې. د کندهار والي ویاند بهیر احمدي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپيان دي. ملکي کسانو ته مرګ ژوبله تر ډېره د پاکستانيو ځواکونو له لورې پر سپین بولدک ولسوالۍ پر راتوغول شویو توغندیو اوښتې. د پاکستان حکومت درې ورځې وړاندې سپین بولدک – چمن لاره د مسافرو پر وړاندې د پرانستلو اعلان کړی و، چې د کرونا له امله له تېرو څو میاشتو راپدیخوا بنده وه او لسګونه زره کسان، چې د دېورند فرضي کرښې له دې غاړې څخه بلوچستان ته تللي وه، له تېرو څو میاشتو راپدیخوا بند پاتې ول او په دې وروستیو کې یې چمن دروارې ته نږدې احتجاجي کږدۍ هم لګولې وه. د اسلام آباد له اعلان سره سم د چارشنبې پر ورځ دوه ساعتونه لاره پرانستل شوه؛ خو د پنجشنبې پر ورځ  د پاکستان ملیشه ځواکونو د اعلان خلاف لاره بېرته وتړله، چې له کبله یې خلک راوپاریدل او پر دروازه یې ورودانګل. د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته له تیارسئ خبر ورکړی. خبرپاڼه کاږي، چې د دیورند پر کرښې افغان ځواکونه مجهز شوي او د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو د دوام په صورت کې به بالمثل عمل کوي. په کندهار  کې هم امنیتي سرچینې وايي؛ د کندهار د امنیه قومندان تادین خان په مشرۍ سلګونه سرتېري، چې پر درندو وسلو سمبال دي د افغان سرحدي ځواکونو مرستې ته ور دانګلي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-سپین-بولدک-دروازه-کې-له-خونړیو-نښتو-۹/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading