بازتاب نیوز

په هانک کانګ کې د کرونا ویرو س د خوریدا له کبله پارلمانې ټاکنې وخنډیدې

١٠ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د هانک کانګ حکومت پارلماني ټاکنې، چې ټاکل شوې وه د روان کال په سپتمبر میاشت کې تر سره شي؛ د کرونا ویروس د ودې او خوریدا له کبله یو کال وځنډیدې. هانګ کانګ اوسمهال د کرونا ویروس د پراخې خپریدا په حال کې دی او د جمعې پر ورځ په هانکانګ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۱۲۱نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دی. د بي بي سي د راپور له مخې؛ د هانک کانګ د حکومت مخالفانو د ټاکنو ځنډول غندلي او څرګندويو چې حکومت غواړي د کرونا ویروس په کارولو له رای ورکولو  بې برخې کړي. د هانک کانګ حکومت د پنجشنبې پر ورځ د دیموکراسۍ پلوه ۱۲ نوماندانو پر ټاکنیزو هڅو بندیز ولګاوه. په پرلپسې توګه د لسمې ورځې لپاره هانک کانګ په یوه ورځ کې د کرونا ویروس له ۱۰۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبتوي. یاد راپور د روغتیایي کارپوهانو په حواله لیکلي، چې پر ټولنیزو سفرونو له بندیدو سره به پدې هېواد کې د کرونا ویروس د خپریدا  کمیدو ته تمه رامنځته شي او له څلور څخه تر شپږ اوونیو کې به د کورونا ویروس د ناروغانو شمېر صفر ته نږدې شي. هانک کانګ د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره نوي او سخت بندیزونه معرفي کړي ، چې له مخې یې له دوه څخه د زیاتو کسانو راټولیدل منع دي. تر دې دمه په هانک کانګ کې ۳۲۷۲ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي، چې ۲۱ یې مړه او ۱۷۵۱ ترې رغیدلي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-هانک-کانګ-کې-د-کرونا-ویرو-س-د-خوریدا-ل/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading