بازتاب نیوز

غني: ټول ۵ زره طالب زندانيان خوشي کوو

١٠ زمری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت به ډېر ژر د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو د خوشي کولو بهير بشپړ کړي خو طالبان هم بايد يوه اوونۍ کې خبرو ته چمتو شي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن دا خبرې د لوړپوړي پلاوي ناسته يا سام کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ته په خبرو کې وکړې.

ولسمشر غني وويل، روان کال په افغانستان کې د سولې کال دی، خو طالبانو تاوتريخوالی زيات کړ. نوموړي له وسله‌والو طالبانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د لوی اختر ورځې د دې لپاره غوره فرصت دی.

د ۵۰۰۰ طالب بنديانو له منځه د افغان حکومت له لوري د ۵۹۲ بنديانو نه خوشي کول د سولې پر وړاندې ستر خنډ يادېده او افغان حکومت ټينګار کاوه چې دا کسان په درنو جرمونو کې ښکېل دي خو اوس داسې ښکاري چې افغان حکومت د ژر تر ژره بين‌الافغاني خبرو پيلېدو په هدف د دې زندانیانو د ازادولو پرېکړه کړې.

له بل لوري طالبانو ويلي که ټول زندانیان يې ازاد شي چمتو دي له اختر وروسته له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/28626

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading