بازتاب نیوز

ګلګت بلتستان کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

١٠ زمری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

پاکستان کې د یوې نښتې په ترڅ  کې پنځه پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا نښته د ګلګت بلتستان په چیلاس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د چیلاس ځایي پولیسو مشر شېرخان ویلي، په یاده پېښه کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي.

نوموړي زیاته کړه، دغه نښته هغه مهال رامنځ ته شوې چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو په موخه یادې سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي وو.

نوموړي دغه راز ویلي، په یاده پېښه کې پنځه وسله‌وال هم وژل شوي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/28615

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading