بازتاب نیوز

د امريکا نوی وړانديز؛ ۴۰۰ طالب بنديان دې درېيم ځای کې وڅارل شي

١١ زمری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

يو شمېر امريکايي چارواکي وايي، له هغه وروسته چې ولسمشر غني د طالبانو له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو بدل کې د دايمي اوربند وړانديز رد کړی، د امريکا له لوري افغان حکومت او طالبانو ته نوی وړانديز شوی.

درېيو امريکايي چارواکو رويټرز ته ويلي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغان حکومت او طالبانو ته وړانديز کړی چې دا ۴۰۰ طالب بنديان دې درېيم ځای ته ولېږدول شي او افغان حکومت او طالبان دواړه دې پرې څار ولري.

دې چارواکو ويلي، خليلزاد دغه طرحه له افغان حکومت او طالبانو دواړو سره شريکه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت خپله وينا کې ټينګار وکړ چې نوموړی د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو واک نه لري او په دې تړاو بايد لويې جرګې ته مراجعه وکړي. خو ولسمشر غني وويل افغان حکومت چمتو دی د دې کسانو په بدل کې د طالبانو ۵۰۰ نور زندانیان خوشي کړي.

افغان حکومت که څه هم تر دې مهاله په رسمي ډول د دې وړانديز پر وړاندې غبرګون نه دی څرګند کړی خو د افغانستان د امنيت شورا يو شمېر چارواکو رسنيو ته ويلي چې ښايي دا هم منطقي ګام نه وي چې ۴۰۰ بنديان دې درېيم ځای ته ولېږدول شي.

افغان حکومت وايي، دې ۴۰۰ زندانيانو کې ستر مجرمين او بهرني اتباع شامل دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/28631

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading