بازتاب نیوز

جمهور رییس غني: د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کول زما واک کې نه دي

١١ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون په ارګ کې د لوی اخترلمونځ له ادا کولو وروسته په خپلو خبرو کې وویلې،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په اساس افغان حکومت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان خوشې کړيٍ دي. نوموړي زیاته کړه د پاتې څلورسوه بندیانو د خوشې کولو په اړه به مشورتي لویه جرګه دایریږي او پریکړه به کوي. دا په داسې حال کې ده، چې وسله والوطالبانو پنجشنې ورځ ویلي وو، چې په زابل ۲۰ په فراه ۱۷نیمروز ۷ هرات  او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي‌ زندانیان خوشې کړل او په دې سره یې د حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده. جمهور رئيس غني دغه راز په خپلو خبرو کې د ملي شورا له غړو هم غوښتنه وکړه څو د لویې جرګې د دایرولو په خاطردې له خپلو رخصتیو تېر شي او کابل ته راستانه شي. هغه په ټینګار سره وویلې، چې دوی به ژر لویه مشورتي لویه جرګه جوړه او د طالب زندانیانو په اړه به پریکړه وکړي. غني یوځل بیا د طالبانو له لوري د شوي درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل څو د خپل مذاکراتي ټیم سره ژر بین الافغاني خبرو ته حاضر شي. The post جمهور رییس غني: د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کول زما واک کې نه دي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/01/جمهور-رییس-غني-د-پاتې-۴۰۰-طالب-بندیانو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading