بازتاب نیوز

هند کې جعلي شرابو او د مېکروب ضد مایع څښلو له کبله لسګونه کسان مړه شوي

١١ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د جعلي شرابو او د مېکروب ضد مایع څښلو له کبله کابو ۳۸کسانو ژوند بایللی دی. ددغه هېواد په اندرا پردیش ایالت کریچوډو سیمه کې هغه دوکانونه بند شوې چې مېکروب ضد مایع پکې خرڅېدل. سرچینه زیاتوي چې لس تنه د مېکروب ضد مایع څښلو له کبله مړه شوي دي او پاتې نور بیا په جعلي شرابو څښلو سره مړه شوي. هند حکومت وایي چې اوسمهال هلته د شرابو دوکانونه تړل شوي دي، خو د لاس مینځلو مېکروب ضد مایع په اسانۍ سره پیدا کېږي. د معلوماتو له مخې هند اوس له امریکا، برازیل او روسیې وروسته د کورونا ناروغانو له کله څلورم هېواد دی چې پکې کورونا ویروس په چټکۍ سره خپور شوی. هلته په هند کې د کورونا وېروس۵۵۰۰۰نوې مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې وبا څخه تر دامهاله د مړ شویو کسانو شمېر له ۳۵زره څخه اووښتی دی. The post هند کې جعلي شرابو او د مېکروب ضد مایع څښلو له کبله لسګونه کسان مړه شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/01/هند-کې-جعلي-شرابو-او-د-مېکروب-ضد-مایع-څښ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading