بازتاب نیوز

د هېواد نامتو شاعر، لیکوال او سیاستوال سلیمان لایق د ۹۰کلونو په عمر ومړ

١١ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان علومو اکاډیمۍ علمي مشاور، شاعر، لیکوال او سیاستوال اکاډیمسین سلیمان لایق د ۹۰ کالو په عمر په جرمني کې ومړ. د مرحوم زوی لایق رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پلار یې د هغو ټپونو له کبله ساه ورکړه چې تېر ۲۰۱۹ کال په کابل کې یوې چاودنې کې اخیستي وو. د نومړي په وینا سلیمان لایق له ټپي کېدو وروسته په لومړي سر کې هند ته او بیا جرمني ته د درملنې لپار لاړ او له تېرو لسو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و. مرحوم لایق د هېواد پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې زېږېدلی و چې لومړنۍ زده کړې د پغمان په مدرسه شرعیه، حبیبیه لیسه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون له شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو ترلاسه کړې. سلیمان لایق چونغر، سندرې په سویو واتونو کې، کېږدۍ، یادونه او درمندونه، کیسې او افسانې، د اباسین سپیدې، شپیلۍ، سپرغۍ او ګڼ نور پښتو او دري شعري او نثري اثارپرې ایښي. The post د هېواد نامتو شاعر، لیکوال او سیاستوال سلیمان لایق د ۹۰کلونو په عمر ومړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/01/د-هېواد-نامتو-شاعر،-لیکوال-او-سیاستوال/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading