بازتاب نیوز

امریکا د پاتې طالب بندیانو په اړه افغان حکومت ته وړاندیز کړی

١١ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په داسې حال کې چې د شاوخوا ۴ سوه طالب زندانیانو د خوشې کولو موضوع د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په یوه لانجمنه موضوع او د سولې پر وړاندې په یوه خنډ بدله شوې، یو شمېر لویدیځو رسنیو خبر ورکړی چې د دغه ستونزې دحل لپاره خلیلزاد دواړو لورو ته یوه حل لاره وړاندې کړې ده. رویټرز خبرې اژانس د یو شمېر لویدیځو ډیپلوماټانو له خولې چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي ویلي چې خلیلزاد افغان حکومت او طالبانو ته وړاندیز کړی دغه طالب زندانیان چې حکومت یې خطرناک مجرمین ګڼي، باید په یوه درېیم ځای کې د دواړو لورو تر څارنې لاندې نظربند وساتل شي او د سولې بین الافغاني خبرې دې پیل شي. خو طالبانو او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه چې آیا دا وړاندیز له دوی سره شریک شوی او کنه څه نه دي ویلي، خو جمهوررییس غني د جمعې په ورځ د لوی اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې وویل چې د دغو بندیانو خوشې کول د ده له صلاحیته لوړه خبره ده او په وینا یې په دې اړه به ولس په یوه لویه مشورتي جرګه کې تصمیم ونیسي. خو د چارو شنونکي بیا په دې اړه چې آیا دا وړاندیز د عملي کېدو وړ دی او کنه بېلابېل نظرونه لري. د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي، دا وړاندیز ځکه عملي نه ښکاري چې اوس هر لوری یو بېل دریځ لري:« دا به ځکه عملي نه شي چې حکومت د لویې جرګې خبره کوي، طالبان د دوحې د هوکړه لیک پربنسټ د بې قیدو شرطه خوشې کولو غوښتنه کوي او امریکا یې درېیم ځای ته د لېږدولو، زما په نظر په نېږدې راتلونکې کې د دغه موضوع د حل کومه لاره نه لیدل کیږي.» خو د سیاسي چارو بل شنونکی بیا دغه وړاندیز ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي چې که د سولې د پروسې له پرمختګ سره مرسته کولای شي نو بیا باید دغه زندانیان داسې ځای ته ولېږدول شي چې که د سولې پروسه کې ستونزې رامنځته شي نو افغان حکومت یې بېرته را ولیږدوي:«که ریښتیا هم د سولې لپاره لاره خلاصولی شي نو بیا باید داسې ځای ته ولیږدول شي چې که بیا د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره بهانې کیږي نو افغان حکومت یې بیرته را انتقال کړای شي، دا بیا ښه وړاندیز دی.» خو د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک بیا د سولې لپاره د دواړو لورو ارادو ته هم د شک په سترګه ګوري او وایي چې که دواړه لوري سولې ته جدي اراده ولري نو بیا د قربانۍ په ورکولو سره سوله راتلای شي:« په ټوله کې د ارادې په اړه راته شکونه پیدا دي، د سولې او بندیانو د خوشې کولو لپاره یوه سپیڅلې اراده نشته، ځکه یوه خوا هیڅ انعطاف نه ښيي او بل لوری د بندیانو د خوشې کولو په اړه کوم خلاص لاس نه لري او نه د بندیانو د خوشې کولو او یا ساتلو په اړه را پیدا شویو پوښتنو ته ځواب ویلای شي.» د سولې لپاره د لوی اختر په ورځو کې د درې ورځني اوربند په اعلان سره د خلکو هیلې را ټوکېدلې دي خو د بندیانو د خوشې کولو پر سر اختلافونه بیا د خلکو اندېښنې زیاتولای شي. The post امریکا د پاتې طالب بندیانو په اړه افغان حکومت ته وړاندیز کړی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/01/امریکا-د-پاتې-طالب-بندیانو-د-خوشي-کولو-پ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading