بازتاب نیوز

پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۶۷۱۰ ته ورسېد

١١ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۱۸۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۳۵ هغه مثبتې ختلې دي.

دغه وزارت وايي، د تازه شمېرو په ثبت سره پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره ۷۱۰ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۵ زره ۵۰۹ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي او ۱۲۸۳ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له ۱۷ میلیونه او ۷۸۸ زرو نه ډېر کسان پر دغه ویروس اخته دي چې له ډلې یې له ۶۸۳ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۱۱ میلیونه او ۱۸۲ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56334

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading