بازتاب نیوز

ننګرهار کې د سېلابونو د راتلو له امله ۱۶ تنه وژل شوي

١٢ زمری ١٣٩٩ طلوع نیوز

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د ننګرهار په کوزکونړ ولسوالۍ کې د سېلابونو له راتلو سره، ۱۶ تنه چې د هغوی ۱۵ تنه ماشومان وو، وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي چې دغه پېښه تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په قلعه تک سیمه کې د شدیدو بارانونو له اورښت وروسته رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د اړوندو ادارو ډلې زیانمنو ته د مرستې په پار سیمې ته رسېدلي دي.

هغه همدارنګه وویل چې په لسکونه کورونه د سېلابونو په پایله کې زیان لیدلی دی.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/ننګرهار-کې-د-سېلابونو-د-راتلو-له-مله-۱۶-تنه-وژل-شوي

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading