بازتاب نیوز

سیګار: تیرو درې میاشتو کې په بهرنیو ځواکونو برید نه دی شوی

١١ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغولو ځانګړي څارونکي سیګار دفتر وايي، چې طالبانو له ژمنې سره سم په  تیرو درې میاشتو کې په بهرنیو ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی.سیګار دا څرګندونې د افغانستان د وضعیت ارزونې په اړه په خپل شپږ میاشتني راپور کې کړي او زیاتوي، چې د دوحې د سولې تړون لاسلیک کېدو له امله افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو بریدونه صفر ته راټیټ شوي؛ خو په مقابل کې یې په دولتي عسکرو بیا بریدونه زیات شوي دي.په راپور کې د ائتلافي ځواکونو د انتقالي قومندانۍ په حواله لیکل شوي، چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته د بندیانو خوشې کېدو کې د ځنډ او خنډ، کرونا وبا، د ولسمشرۍ جنجالي ټاکنو په ګډون یو شمېر ستونزو د کابل ادارې عسکرو په وړاندې ننګونې زیاتې کړې وې.سیګار دغه راز په افغانستان کې میشت د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په حواله هم ویلي، چې په تیرو درېیو میاشتو کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له کبله په دغو ځواکونو د طالبانو له لوري هیڅ برید نه دی شوی.د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو باندې به له افغانستان څخه د وتلو پروخت بریدونه، نه کوي ترڅو یاد ځواکونه د ۱۴ میاشتو په موده کې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.ددې تړون له مخې تر دامهاله بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې خپلې پنځې لویې اډې او یو شمېر واړه مرکزونه تخلیه کړي او زرګونه بهرني پوځیان هم له افغانستان څخه وتلي دي.ددې ترڅنګ د همدې تړون په  اساس ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان او ۴۶۰۰ طالب بندیان هم آزاد شوي او ټاکل شوې ده، چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په خلاصون سره به له اختر نه وروسته بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169966/سیګار-تیرو-درې-میاشتو-کې-په-بهرنیو-ځواک/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading