بازتاب نیوز

جلال آباد ښار ته څېرمه د داعش د استخباراتو مسئول وژل شوی

١١ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته څېرمه خالص فامیلیو سیمه کې د داعش ډلې د استخباراتو د مسئول د وژلو خبر ورکړل شوی دی.وروسته له هغه چې طالبانو په زابل، جوزجان، کونړ او ننګرهار کې د داعش ډلې مرکزونه او پټنځایونه له سختو جګړو وروسته ونیول، اوس طالبان او عام افغانان په دې باور دي، چې د یادې ډلې تښتېدلي جګړه ماران د کابل او جلال آباد په ګډون یو شمېر ښارونو کې د ملي امنیت په میلمستونونو کې پالل او ساتل کیږي.د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، نن (شنبه، ۱۱ زمري) ماښام شپږ بجې د داعش ډلې د استخباراتو عمومي مسئول ضیاء الرحمن مشهور په اسدالله اورکزي د جلال آباد ښار په مولوي خالص فامیلیو کې د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی دی.د ننګرهار امنیتي چارواکي په داسې مهال جلال آباد ښار ته څېرمه د داعش ډلې د استخباراتو د عمومي مسئول د وژلو ادعا کوي، چې طالبانو تردې وړاندې څو ځله په حکومت تور پورې کړی وو، چې د داعش تښتېدلو  جګړه مارانو ته يې په ښارونو او د ملي امنیت په میلمستونونو کې پناه ورکړې او له همغو ځایونو یې د عامو افغانانو په وړاندې د مرګونو بریدونو لپاره استخداموي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169969/جلال-آباد-ښار-ته-څېرمه-د-داعش-د-استخبارا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading