بازتاب نیوز

کاپیسا کې د پولیسو یو آمر د خپل ساتونکي لخوا وژل شوی

١٢ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې د پولیسو د امنیتي حوزې سرپرست قومندان احمد ظهور محمدي د خپل یو ساتونکي لخوا وژل شوی دی.دا پېښه د لوی اختر په دوهمه شپه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د کاپیسا ولایت کوهستان حصه دو ولسوالۍ کې د نجراب د افغانیه درې د پولیسو د امنیتي حوزې سرپرست آمر احمد ظهور محمدي د خپل یو ساتونکي لخوا د هغه په کور کې ووژل شو او بریدګر د پېښې له ځایه وتښتېدو.د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې پولیسو له پېښې سره په تړاو د نوموړي درې نور ساتونکي نیولي او دا مهال تحقیقات ورڅخه روان څخه دي.د شایق په خبره احمد ظهور تردې وړاندې د کاپیسا د لومړۍ امنیتي حوزې آمر ؤ، چې په دې وروستیو کې د افغانیه درې د امنیتي حوزې د سرپرست آمر په توګه ګومارل شوی ؤ او وړمه شپه د خپل ساتونکي لخوا ووژل شو.په یو جلا خبر کې د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، چې وړمه شپه ناوخته ددې ولایت کوهستان حصه دو ولسوالۍ په ریګي کلا سیمه کې د مسلحو غلو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته وسله والې نښته کې یو تن وژل شوی، چې جسد یې د پولیسو لخوا وړل شوی دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169979/کاپیسا-کې-د-پولیسو-یو-آمر-د-خپل-ساتونکي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading