بازتاب نیوز

هندوستان۷۰۰ نورو افغاني سیکانو ته تابعیت ورکوي

١٢ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د هندوستان حکومت ویلي، دوی به د افغانستان څخه ډیر ژر ۷۰۰ نور افغان تابعیت لرونکي سیکان هندوستان ته په مختلفو پړاونو کې انتقال او په پلازمینه نوی ډیلی کې ځای پر ځای کړي.د تیرې میاشتې جولایي پر ۲۶مه نیټه د سیکانو لومړۍ ۱۱ کسیزه جوپه رسیدلې وه چې په هوايي ډګر کې يې د واکمن ګوند بي جې پي مشرانو هرکلی وکړ.ویل کیږي انتقال شوي ۱۱ سیکانو ته به د هندوستان تابعیت او د اوسیدو لپاره ځانګړی ځای ورکول کیږي، تر اوسه انتقال شوي کسان په ډیلی کې د سیکانو په یوه معبد کې اوسیږي.د واکمن ګوند ملي سکرتر سردار آرپي سنګ رسنیو ته ویلي: «د لومړۍ جوپې وروسته، په پلان کې ده چې شاوخوا نور ۷۰۰ افغاني سیکان هندوستان ته انتقال کړل شي، په افغانستان کې د هند سفارت د هغوی سره په اړیکه کې ده، مونږ هڅه کوو چې ژر یې هندوستان ته راولو، ددوی اکثره دوستان لمخکې د ډیلی په تیلاک نګر کې اوسیږي، ځای پر ځای کول به یې ډیر ستونزمن نه وي».سنګ زیاته کړې، دغه کار وروسته تر هغه شونی شوی چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي یوه جرآت مندانه پرېکړه کړې او په افغانستان کې تر ظلم لاندي سیکانو ته د پناه ورکولو په نیت یې هغوی ته د تابعیت ورکولو نوی قانون (CAA) جوړ کړی.ددغه قانون لمخې د هندوستان حق لري د مظلومیت په بهانه په ګاونډیو هیوادونو کې سیکانو او هندوانو ته د خپل هیواد تابعیت ورکړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169980/هندوستان۷۰۰-نورو-مظلوم-افغاني-سیکا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading