بازتاب نیوز

ملي امنیت: د داعش د خراسان څانګې د استخاراتو عمومي مشر ووژل شو

١٢ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان د ملي امنیت اداره خبر ورکوي چې ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر یې وژلی. ددې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې دغه کس ضیاءالرحمن نومېد، چې په اسدالله اورکزي مشهور و او د اورکزو سیمې اړوند و. ملي امنیت د یاد کس وژل کېدو ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو چارواکو په خبره نوموړی شخص یې پرون شنبه جلال آباد ښار کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال وژلی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، اورکزی د داعش د رهبرۍ له مهمو غړو يو و چې تېر ماښام شپږ بجې جلال آباد ښار ته نژدې خالص فاميليو سيمه کې وژل شوی دی. سرچېنه زیاتوي چې نوموړي په افغانستان کې پر ملکي او نظامي کسانو او غونډو د بریدونو امر ورکوونکی و. دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت سږ کال لومړیو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې مشهور په اسلم فاروقي دی د نیولو خبر ورکړی. باید یاده شي چې د داعش خراسان ډلې په ۲۰۱۵کال کې خپل فعالیتونه پیل کړل The post ملي امنیت: د داعش د خراسان څانګې د استخاراتو عمومي مشر ووژل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/02/ملي-امنیت-د-داعش-د-خراسان-څانګې-د-استخا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading