بازتاب نیوز

ایران: د طالبانو له بیرغ سره انځور اخیستونکي د پولیسو له لوري نیول شوي

١٢ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د ایران په پلازمېنه «تهران» کې پولیسو هغه کسان نیولي، چې وړمه ورځ یې په یاد ښار کې د طالبانو له بیرغونو سره انځورونه اخیستي و.وړمه ورځ د تهران ښار په ملت پارک کې لسګونه ځوانان راټول شوي وو، او د طالبانو له بیرغ سره یې انځورونه اخستي و، چې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شول او بېلابېل غبرګونونه یې راپارول.د ایران د انصاف نیوز یو خبریال د شنبې په ورځ ماښام ملت پارک ته ورغلی و او هلته د پارک یوه تن ساتونکي ورته ویلي چې دا ځوانان له ماسپښين وروسته راټول شوي و او پولیسو یې ځيني ونیول.یوه بل افغان سرچینې ته ویلي «دوی بد کار نه دی کړی، څنګه چې تاسو د خپل هېواد له بیرغ سره مختلفو ځایونو کې انځور اخلئ، دوی هم داسې انځور اخیستی دی.»د تهران د عمومي امنیت د پولیسو مشر «علي ذولقدري» د یادې پېښې تعقیب د ځانګړو امنیتي پولیسو د کار یوه برخه ګڼي بولي او په خبره یې «له تېرې ورځې راهیسې د هغو انځورونو خپرېدو سره چې پکې څو کسانو د یوې ترهګرې ډلې بیرغ په لاس کې نیولی دا مسله د امنیتي پولیسو د کار ځانګړي برخه شوې ده. د دې ګام عاملان هم پېژندل شوي دي.»د ذولقدري له قوله، د هغو انځورونو عاملان او اخیستونکي نیول شوي چې د يوې «ترهګرې ډلې» بیرغ یې نندارې ته وړاندې کړی و.پولیسو نه ده څرګنده کړې، چې له نیول شویو کسانو سره به څه کېږي.ایران چې د سلګونه زرو افغان کډوالو کوربه دی، چارواکي یې مني، چې له طالبانو سره راشه درشه لري او د یو شمېر مسایلو په اړه ورسره وخت ناوخت خبرې کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169990/ایران-د-طالبانو-له-بیرغ-سره-انځور-اخیست/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading