بازتاب نیوز

روسیه: د رواني میاشتې تر پایه به د کورونا ویروس ضد واکسین تایید شي

١٢ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په روسیا کې د کورونا ضد واکسین کمپاین پیلولو ته چمتوالی د روسیې هېواد د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې ددغه کال په اکتوبر میاشت کې به پر یو شمېر خلکو د کرونا ویروس ضد واکسین وازمایل شي. هلته روغتیایي چارواکي وایي چې دا واکسین به د روانې میاشتې تر پایه تایید شي، خو ځیني روغتیایي کاروپوها بیا د روسیې په بېړه د کورونا ضد واکسین چمتو کېدو او تطبیق  ته اندېښمن دي، دوی وایي چې باید په دې اړه لا ډېرې څېړنې وشي. بل لورته په امریکا کې د ویروسي ناروغیو کارپوه ډاکټر  انتوني فاوچي هیله ښودلې چې چین او روسیې به خپل جوړ کړي واکسین په رښتیا ارزولي وي. په ورته مهال نوموړي ټینګار کړی چې امریکا متحده ایالتونه باید د روان کال تر پایه خوندي او ګټور واکسین رامنځته کړي تر څو له دغې وبا څخه د انسانانو ژوند خوندي شي. د امريکې د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې  تر دا مهاله د کورونا ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۶۳۸۲۳۸ کسانو ژوند اخیستی او نېږدې ۱۶میلیونه پر دې وبا اخته شوي دي. The post روسیه: د رواني میاشتې تر پایه به د کورونا ویروس ضد واکسین تایید شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/02/روسیه-د-رواني-میاشتې-تر-پایه-به-د-کورون/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading