بازتاب نیوز

د ډیورنډ پر فرضي کرښه د وروستیو بریدونو په تړاو د غونډې جوړېدل

١٢ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو د څرنګوالي او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناسته برابره شي ترڅو د ورته پېښو مخنیوی وشي. دغه وزات پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني پوځیانو له‌ځوا د زمري د ۹مې نېټې راکټي بریدونو په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده او یاد بریدونه یې غندلي دي. په هغو بریدونو کې د ځایي چارواکو په خبره ۱۶ افغان ملکيان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي. سرچېنه زیاتوي چې ډیپلوماتیکې حل لارې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمنې تمامېدای شي. د یادونې وړ ده چې تر اوسه د یادې غونډې ځای او وخت په اړه څه نه دي ویل شوي. The post د ډیورنډ پر فرضي کرښه د وروستیو بریدونو په تړاو د غونډې جوړېدل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/02/د-ډویورنډ-پر-فرضي-کرښه-د-وروستیو-بریدون/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading