بازتاب نیوز

فریدون خوځون: د اوربند غځېدو په تړاو له بېلابېلو لوریو سره خبرې شوې دي

١٢ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند د غځېدو لپاره دمصالحې عالي شورا هڅې د سولې د مصالحې عالي شورا وایي چې د اختر په مناسبت درې ورځني اوربند د غځېدو په تړاو یې هڅې پیل کړې دي او په دې برخه کې له بېلابېلو لوریو سره خبرې هم شوې دي. نن د اختر درېیمه ورځ ده او تر دا مهاله دغه اوربند په نسبي ډول سره رعایت شوی دی. د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په خبره د اوربند د غځېدو پر سر یې له بېلابېلو اړخونو سره خبرې شوې او په دې سره غږېدلې چې دا درې ورځنی اوربند څنګه تمدید کولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره چهارشنبه له جمهور رییس محمد اشرف غني سره د اوربند پر غځېدو خبرې کړې دي. د یادونې وړ ده دا درېیم ځل دی چې افغان حکومت او وسله وال طالبان په اخترونو کې اوربند اعلانوي. The post فریدون خوځون: د اوربند غځېدو په تړاو له بېلابېلو لوریو سره خبرې شوې دي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/02/فریدون-خوځون-د-اوربند-غځېدو-په-تړاو-له/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading