بازتاب نیوز

مصالحې شورا: د اوربند غځېدو د امکان په اړه له بېلابېلو لورو سره خبرې شوې

١٢ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا وایي، اوربند د سولې پر پروسه باندې د افغانانو باور غښتلی کوي، او د غځېدو په اړه یې له بېلابېلو لورو سره خبرې شوې.د مصالحې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» دغه څرګندونې له «ازادي راډيو» سره د خبرو په مهال کړې.نوموړي ویلي « د افغانستان د خلکو غوښتنه همدا ده چې دا اوربند وغځېږي. په دې اړه موږ بحثونه هم کړي دي. هم له ډاکټر صاحب زلمي خلیلزاد سره خبرې شوې دي، هم خپلمنځي له حکومت او نورو ادارو سره خبرې شوي چې دا اوربند څنګه غځېدای شي، ځکه د سولې پر پروسه د افغانانو باور زیاتېږي، دا به په اعتماد جوړونه او د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره مهم ګام وي.»د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري اعلان شو او په تعقیب یې حکومت هم ورته ګام واخست؛ د بېلابېلو لورو له هرکلي سره مخ شوی او د باور جوړونې او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په برخه کې یو مهم ګام یاد شوی.د اوربند د تمدید غوښتنه داسې مهال ده، چې حکومت مشر «اشرف غني» یو ځل بیا د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې محدودیتونه رامنځته کړي او د نږدې څلور سوه طالب بندیانو خلاصون یې د لویې جرګې په پرېکړو پورې مشروط کړی.په ورته وخت کې طالبانو بیا د حکومت د زر تنه بندیانو د خلاصون لړۍ د اختر تر ورځې پورې بشپړه کړې او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه یې په حکومت هم د ورته ګام اخستلو غږ کړی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/170002/مصالحې-شورا-د-اوربند-غځېدو-د-امکان-په-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading