بازتاب نیوز

ملي امنیت شورا: تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷ طالب بندیان خلاص شوي

١٢ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ملي امنیت شورا وایي، حکومت په تېرو دوو ورځو کې له بېلابېلو زندانونو څخه ۳۱۷ طالب بندیان خلاص کړي.ملي امنیت شورا پر ټویټر لیکلي، چې حکومت په تېرو دوو ورځو کې د پروان او بېلابېلو ولایتونو له زندانونو څخه ۳۱۷ تنه طالب زندانیان خلاص کړي، چې ورسره جوخت د خلاصېدونکو طالب بندیانو شمېر۴۹۱۷ ته رسېدلی.د امنیت شورا له قوله، د خلاصېدونکو بندیانو لړۍ به د ۵۱۰۰ طالب بندیانو تر خلاصون پورې روانه وي.Correction: bringing the total to 4917*— Office of the National Security Council (@NSCAfghan) August 2, 2020ملي امنیت شورا که څه هم د تازه خلاص شویو طالب بندیانو په اړه نور توضحیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي، دا بندیان د هغو ۵۰۰ زندانیانو له ډلې دي، چې حکومت یې د طالبانو له لست ها خوا خلاصوي.حکومت مشر «اشرف غني» د اختر په ورځ په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې دی د طالبانو په لست کې د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او د هغوی د خلاصون او نه خلاصون تصمیم به د مشورتي لویې جرګې له لوري نیول کېږي؛ خو حکومت به ۵۰۰ طالب بندیان چې د طالبانو په لست کې یې نومونه نشته؛ خلاص کړي.د حکومت مشر له لوري د نږدې ۴۰۰ بندیانو له سمدستي خلاصون انکار داسې مهال دی، چې طالبانو د «ښه نیت» له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او  بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدو په موخه یې په حکومت هم د ورته ګام اخستو غږ کړی.په ورته وخت کې شنونکي په دې  باور دي، چې د حکومت له لوري د طالب بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو په موخه دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/170004/ملي-امنیت-شورا-تېرو-دوو-ورځو-کې-۳۱۷-طال/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading