بازتاب نیوز

کورونا؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې

١٢ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۲۴ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې یوه هغه مثبته ختلې ده.

د دغه وزارت مسوولان د اختر په ورځو کې روغتونونو ته د کمو خلکو ورتګ د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د کموالي اصلي لامل بولي.

روغتیا وزارت وايي، د تازه پېښې په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره ۷۱۱ ته ورسېده.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال ۲۵ زره او ۵۰۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او ۱۲۸۴ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۸ میلیونه ور اوړي.

تر اوسه له ۱۸ میلیونه او ۲۰۰ زرو نه ډېر کسان په نړۍ کې پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۶۸۸ زره نه ډېر مړه شوي او له ۱۱ میلیونه او ۳۳۰ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56341

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading