بازتاب نیوز

جمهور رییس غنی د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررییسانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله

١٢ زمری ١٣٩٩ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: په دغو ټلیفوني تماسونو کې جمهوررئیس غني د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او سیمه ییزې همکارۍ بحث او خبرې وکړې… د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د جلا جلا ټلیفوني تماسونو له لارې د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف او د دوی هیوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله. په دغو ټلیفوني تماسونو کې جمهوررئیس غني د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او سیمه ییزې همکارۍ بحث او خبرې وکړې. همدا راز د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو، جمهوررئیس غني او افغانستان ملت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/جمهور-رییس-غنی-د-اذربایجان-او-ترکمنستا/?utm_source=rss&utm_medium=rss&utm_campaign=جمهور-رییس-غنی-د-اذربایجان-او-ترکمنستا

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading