بازتاب نیوز

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د داعشیانو یو پوځي مشر وژلی

١٢ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د افغانستان ملي امیت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د دې بنسټ خانګړیو ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د داعش د پوځي عملیاتو یو مشر وژلی دی. د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیې کې څرګنده کړې، چې عبدالله اورکزی د داعش جنګیالیو یو له پوځي مشرانو څخه و، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته نږدې د ځانګړیو امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی. د ملي امنیت د څرګندونو له مخې، عبدالله اورکزی په افغانستان کې پر ملکي خلکو او افغان سرتېرو په څو وژونکيو بریدونو کې د لاس لرلو پر تور  تورن شوی هم و. داعش جنګیالیو په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راپدیخوا د یو شمېر بریدونو مسوولیت هم منلی دی. د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې، داعش جنګیالیو د کابل د سیکهانو په یوه درمسال کې لږ تر لږه  ۲۵ کسان ووژل. دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې سیکهـ هېوادوال مو د خپلو ځانګړیو مراسمو پر تر سره کولو اخته ول، چې بریګدګر له خپلو لاسي بمونو او ځانمرګي واسکت سره ور دننه کیږي؛ برید او چاودنې رامنځته کوي.   د برید پرمهال لږ تر لږه ۲۰۰ کسان عبادت ته ناست ول. د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونه له اووه ګړیو وروسته بریالي شول، چې د امنیتي ځواکونو په لباس کې درمسال ته وردننه شوی بریدګر مات او د نورو ځاني زیانونو مخه ونیسي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-ملي-امنیت-ځانګړیو-ځواکونو-د-داعشیانو/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading