بازتاب نیوز

جلال اباد ښار کې پرلپسې چاودنې او ډزې

١٢ زمری ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

څو شيبې وړاندې په جلال اباد ښار کې څو پرلپسې چاودنې شوي او ورسره ډزې هم روانې دي.

دا پيښه نن يکشنبه ماښام شاوخوا اووه بجې شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي د ننګرهار محبس باندې لومړى موټربم چاودنه شوې او نورو بريد کوونکو ډزې پيل کړي دي.

عطاالله خوږيانى وايې تر دى دمه ۱۸ ټپيان او يو جسد روغتون ته وړل شوي دي.

د ښاغلي خوګياڼي په وينا چاودنه د محبس په دروازه کې شوې او مخامخ لوړ پوړې ودانۍ کې هم وسله وال ځاى پرځاى شوي دي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/42737-2020-08-02-13-31-54

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading