بازتاب نیوز

«مشورتي لویه جرګه پنځه ورځې وروسته رابلل کېږي»

١٢ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د څلور سوه طالب زندانیانو په تړاو د تصمیم نیولو په پلمه مشورتي لویه جرګه راغواړي.ملي تلویزون د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې مشورتي لویه جرګه به د روانې اسد میاشتې په ۱۷ نېټه چې د اګست د میاشتې له اوومې سره سمون خوري؛ رابلل کېږي او په دوران کې به یې د څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه بحث کېږي.څلور سوه طالب زندانیان چې د طالبانو له لوري په ورکړل شوي پنځه زره کسیز لست کې شامل دي، او د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې يې حکومت په خلاصولو مکلف دی؛ د کابل حکومت یې له خلاصون انکار کړی او اشرف غني ادعاء لري، چې دی د یاد شمېر بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري.اشرف غني د اختر په مناسبت خپله وینا کې وویل، چې دی د پنځه زره کسیز له ډلې د پاتې څلور سوه بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په اړه به یې مشورتي لویه جرګه تصمیم نیسي؛ خو له لست ور هاخوا به پنځه سوه نور طالب بندیان خلاص کړي.بل لور ته د چارو شنونکي بیا د لویې جرګې رابلل د وخت د ضایع کولو او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو په هدف د غني له لوري په لاره اچول شوی تکتیک بولي.د حکومت له لوري د پاتې څلور سوه بندیانو له خلاصون سره مخالفت داسې مهال دی، چې طالبانو بیا د «ښه نیت» له مخې د حکومت د زر تنه بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدو په موخه یې پر حکومت هم د ورته ګام د اخستلو غږ کړی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/170006/مشورتي-لویه-جرګه-پنځه-ورځې-وروسته-راب/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading