بازتاب نیوز

د ننګرهار پر زندان موټربم بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

١٢ زمری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، نن ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې د ننګرهار زندان ته څېرمه موټربم بريد ۲ تنه وژلي او ۳۴ نور يې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي پر خپل ټوېټر ليکلي، يو شمېر بنديانو له محبس د تېښتې هڅه کړې چې بېرته نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړې، پر محبس تر موټربم بريد وروسته بريدکوونکو بريد کړی او افغان ځواکونو يې پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

له بل لوري د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، دغه بريد کې درې تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

وسله‌والو طالبانو په دغه بريد کې خپل لاس لرل رد کړي او کومې بلې وسله‌والې ډلې هم تر دې دمه د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/28635

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading