بازتاب نیوز

سرور دانش: امریکا د مشورتي لویې جرګې د رابللو له پرېکړې هرکلی کړی

١٢ زمری ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وايي، په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیالې ورسره د مشورتې لویې جرګې  د رابللو په تړاو خبرې کړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات ورسره شریک کړي.د سرور دانش له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په کابل کې د امریکا له مرستیالې سفیرې «کارن دیکر» سره  دخبرو په مهال ادعا کړې چې تېر کال د مشورتي لویې جرګې په رابللو سره د سولې په پروسه کې مثبتې پایې ترلاسه شوې.دانش ویلي، چې مشورتي لویه جرګه به په نږدې راتلونکې کې د مصالحې عالي شوار، ملي جرګو او نورو اړوندو ارګانونو د غړو په حضور کې رابلل کېږي او د طالب بندیانو، اوربند، او له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال د خلګو د غوښتنو او نظریاتو په تړاو به پکې بحث کېږي.د اعلامیې په بنسټ، کارن ډیکر د حکومت له دې اقدام هرکلی کړی او دانش ته یې یاده کړې، چې په یاده جرګه کې دې د ښځو او اقلیتونو استازو ته برخه ورکړل شي او د هغوی نظر دې واورېدل شي.مشورتي لویه جرګه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یې د رابللو اراده کړې، د هغو څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په اړه د تصمیم نیولو په پلمه راغوښتل کېږي، چې حکومت یې له خلاصولو انکار کړی.دغه جرګه چې تمه ده د روانې اسد میاشتې په اووه لسمه کابل کې دایره شي، سلګونه میلیونه افغانۍ ورباندې مصرفېږي او شنونکي يې د وخت ضیاع او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ هڅه نوموي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/170009/سرور-دانش-امریکا-د-مشورتي-لویې-جرګې-د-ر/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading