بازتاب نیوز

په جلال آباد کې په محبس د ډله ایز برید په نتیجه کې څه باندې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

١٤ زمری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د ویلو ده چې د تیرې یکشبنې د اګست دویمه د اختر په دریمه ورځ د ماښام د ۷ بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت په مرکزي محبس ډله ایز برید وشو.

لومړی د محبس په دروازه کې د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو او وروسته برید کوونکي ځینې محبس ته ننوتل او ځینو نورو د محبس په شاوخوا کې په ملکي‌ کورونو او یوې پلازه کې پټ او پر محبس او امنیتي‌ ځواکونو يي بریدونه پيل کړل.

د برید نه وروسته وروسته امنیتي‌ ځواکونه سیمې ته ورسیدل او د برید کوونکو سره په نښته ښکیل شول. د برید کوونکو او امنیتي‌ ځواکونو ترمنځه نښتې یو شپه او یو ورځ  دوام وکړ. د افغان ځواکونو لخوا تیره ورځ د مازیګر په ساعتونو کې  د ۱۱ تنو ټولو برید کوونکو په وژلو سره برید او جګړه پایته ورسیده.

د ننګرهار ولایت د والي‌ ویاند وویل چې پدې برید کې ۲۵ تنه وژل شوي‌ او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ وو چې ۱۰۲۵ تنه زندانیان چې د برید پر مهال يي‌ د زندان نه د تیښتې هڅه کړې وې د امنیتي‌ ځواکونو لخوا بیرته نیول شوي‌ دي.

د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

د ویلو ده چې په جلال آباد کې پر محبس د برید  په هممهاله  توګه د بهسودو ولسوالۍ د لسمې ویالې د یو کور نه پر هوايي ډګر او ځینو نورو هدفونو راکټي بریدونه پيل شول. امنیتي‌ ځواکونو سمدلاسه نوموړی کور محاصره کړ او د برید کوونکو د لمنځه وړو په خاطر يي عملیات پیل کړل.

امنیتي‌ ځواکونو د ټولو بریدګرو په وژلو سره نښته هم پایته ورسیده او په کور کې يي یو زیات شمیر سپکې او درندې وسلې ونیولې .

پيوندونه: #ډله ایر برید , #محبس , #جلال اباد

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/08/04/ph-jll-abd-kh-ph-mhbs-d-dlh-yz-bryd-ph-ntyjh-kh-hh-bnd-70-tnw-th-mrk-jwblh-wst-1466670

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading