بازتاب نیوز

طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند نه سرغړونه کړې ده

١٤ زمری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کړې ده . د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د اختر پر ورځو  کې د اعلان کړي‌ اوربند نه سرغړونه کړې او په ترسره کړو بریدونو کې شل تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

آرین ویلي دي‌ چې طالبانو د اختر په ورځو کې هم بمي‌ او هم وسله وال بریدونه ترسره کړي‌ دي. پدې ډول طالبانو یو ځل بیا دا ثابته کړه چې په کړو ژمنو عمل نکوي.

هغه ویلي دي چې د طالبانو برعکس افغان ځواکونو اعلان کړي‌ اوربند نه په ډیره ښه توګه مراعات کړی دی.

د بله پلوه طالبانو بیا د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت څرګندونې رد کړي‌ دي او ویلي دي چې اوربند يي مراعات کړی دی.

پيوندونه: #اوربند , #طالبان

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/08/04/tlbnw-d-khtr-ph-wr-hw-kh-d-wrbnd-nh-srgrwnh-khr-dh-1466774

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading