بازتاب نیوز

په کونړ کې چاودنه شوې

١٤ زمری ١٣٩٩ ټي آر ټي

د افغانستان په ختیځ کې په کونړ ولایت کې چاودنه شوې.

د کونړ ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې پر ملکي‌ وګړو چاودنه شوې ده.

د کونړ سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې نن  سې شنبه د اګست څلورمه د غرمې نه مخکې د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د شیګل ولسوالۍ د موڼې په سیمه کې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ملکي‌ وګړي مړه او درې تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

پيوندونه: #چاودنه , #شیګل , #کونړ

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/08/04/ph-khwnr-kh-chwdnh-shw-1466745

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading