بازتاب نیوز

د سپین بولدک لار د مسافر پرمخ پرانیستل شوه

١٤ زمری ١٣٩٩ طلوع نیوز

د هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي چې کندهار کې د سپين بولدک لاره نن سهار ۷:۳۰(سې شنبې د زمري په ۱۴مه نېټه) د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه.

دغه لار تېره اوونۍ د پاکستاني پوځیانو لخوا سیمه کې له ډزو وروسته بنده شوې وه.

وروسته له هغې د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د یادې پېښې د څېړنې په اړه د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره خبرې پیل شوي او همداراز د دواړو لورو کمیساران په دې اړه سره په اړیکه کې شوي دي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې ویلي وو چې د کندهار سپين بولدک کې پر استوګنیزې سیمې د پاکستاني پوځیانو په توغندويي بریدونو کې ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې وه، د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا، د هېواد ټولو ځواکونو په ځانګړې توګه د ۲۰۵ اتل، ۲۰۱ سېلاب او ۲۰۳ تندر قول اردوګانو ته لارښونه وکړه چې د پاکستاني پوځيانو بالمثله کړنې ځواب ته بشپړ چمتووالی ونیسي او په ډیورنډ کرښه له سپکو او درنو وسلو سره سمبال کړي.

خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي بیا پېښه کې ۱۵ ولسي وګړو له وژل کېدو او ۸۰ له ټپي کېدو ویلي وو.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/د-سپین-بولدک-لار-د-مسافر-پرمخ-پرانیستل-شوه

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading